د ننګرهار ولایت وایي، په دغه ولایت کې د افغانیو د ترویج او بهرنیو اسعارو د کارونې مخنیوي په موخه یې کابو ۵۰ میلیارده کلدارې راټولې او له دې ولایته ایستلې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې والي شاه محمود میاخېل دغه څرګندونې پر خپله فسبوک پاڼه کې وايي، په دې لړ کې تر دېرش میلیونو ډالرو پورې بهرني اسعار ننګرهار ته راغلي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په ننګرهار کې د افغانیو د ترویج او پراختیا په لړ کې د افغانستان بانک هم په لسګونو میلیارده افغانۍ ګټه کړې چې دقیق ارقام به یې پخپله بانک څرګند کړي.
هغه د ننګرهار اقتصاد د افغانستان په کچه لوی اقتصاد بلل بللی وايي، یوازې د جلال اباد ښار نژدې ۱۹ زره دوکانونه او کابو۲۰ زره رکشې لري او په دغه ښار کې د څلورو میلیونو په خواوشا کې انسانان ژوند کوي.
د یادونې ده، چې ویل کېږي اوس په ننګرهار کې نېږدې ټول پیر او پلور په افغانیو دی او ان سوالګر هم کلدارې نه اخلي.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار