۰

کونړ کې د لشکر طیبې ډلې ۵۴ پاکستاني ساخت ماینونه کشف شوي

سی شنبه ۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۶
د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو کونړ ولایت کې د پاکستان د وسله والې ترهګرۍ لشکر طیبه ډلې ۵۴ پاکستاني جوړ ماینونه کشف او تر لاسه کړي دي.
کونړ کې د لشکر طیبې ډلې ۵۴ پاکستاني ساخت ماینونه کشف شوي
د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو کونړ ولایت کې د پاکستان د وسله والې ترهګرۍ لشکر طیبه ډلې ۵۴ پاکستاني جوړ ماینونه کشف او تر لاسه کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست نه نن سه شنبې د سلواغې اوله خپره شوې خبرپانه وایي، دغه ماینونه د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې کشف شوي دي.

خبرپاڼه وايي، دا ۵۴ کړۍ ماینونه د آی ایس آی لخوا د سرکاڼو ولسوالۍ په ګنجګل دره کې د فعالې لشکر طیبه ډلې قومندان محمود ته ورکړل شوي وو.

سرچینه زیاتوي، چې لشکر طیبې ډلې غوښتل په دې ماینونو د کونړ قومي مشران، امنیتي ځواکونه او عام المنفعه پروژې له منځه یوسي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ځواکونو تر دې وړاندې په خوست کې هم پاکستاني ماینونه موندلي وو چې پرې په پنجابي ژبه لیکل شوي وو، ماینه! ولاړ شه او په کفارو (افغان ځواکونو) تباهي جوړه کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي