د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی مارک ګروسمن وايي، له طالبانو سره د سولې تړون یوه ټوټه کاغد دی، چې د افغانستان د راتلونکي ثبات ضمانت نه شي کولی او نه هم افغانانو ته سوکالي او امن راوستلی شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګروسمن له امریکا غږ اشنا تلوېزیون سره مرکه کې ویلي افغانان خپلې مبارزې ته او هغه څه ته چې دوی پر عقیده لري دوام ورکړي.
د هغه په وینا د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمولو منل یو پرمختګ دی خو په وینا یې طالبان په افغانستان کې پر خپلو ټولو جنګیالیو کنټرول نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي طالبانو د اوربند پر ځای د تاوتریخوالي کمولو وړاندیز کړی، چې د امریکا له خوا هم منل شوی دی.
خو افغان حکومت، ملي شورا او د افغانستان خلک وایي، د تاوتریخوالي کمول کومه مانا نه لري او نه هم له سولې سره مرسته کولی شي، بلکې په وینا یې د سولې لپاره اوربند اړین دی او طالبان باید سراسري اوربند او بین الاافغاني مذاکراتو ته غاړه کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل