۰

هلمند کې هم پر پاکستانۍ کلداره بندیز لګېدلی دی

دوشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۹
د هلمند چارواکو په دغه ولایت کې په بهرنیو اسعارو په تېره بیا په پاکستانۍ کلدراه د بندیز لپاره لس ورځې ضرب الاجل ټاکی دی.
هلمند کې هم پر پاکستانۍ کلداره بندیز لګېدلی دی
د هلمند چارواکو په دغه ولایت کې په بهرنیو اسعارو په تېره بیا په پاکستانۍ کلدراه د بندیز لپاره لس ورځې ضرب الاجل ټاکی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هلمند والي جنرال یاسین خان په همدې اړه پرون یکشنبې د مرغومي ۲۹ مه یوې جوړې شوې غونډې ته و ویل، که په لسو ورځو کې په ښار او ولسوالیو کې په پاکستانۍ کلداره سوداګري بنده نه شي له سرغړونکو څخه به بهرنۍ پیسې ضبط او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

که څه هم په هلمند کې د افغانیو د ترویج او بهرنیو اسعارو د بندښت لپاره ۹ میاشتې وړاندې کمپاین پیل شوی او اوس مهال ۹۰ سلنه راکړه ورکړه په افغانیو ده، خو بیا هم والي د په ټولیز ډول د بهرنیو اسعارو د بندښت لپاره دغه ضرب الاجل ټاکی دی.

خو د هټیوالو نیوکه بیا دا ده، چې دوی پېر په کلدارو او ډالرو کوي او که یې په افغانیو وپلوري نو د افغانۍ ارزښت ثابت نه دی او دوی ډېری وخت زیان کوي.

ولې د افغانستان بانک د هلمند د څانګې چارواکی بیا د هټۍ والو او سوداګرو دا پلمه نه مني وايي، سوداګر د افغانیو په کارولو کې پاتي راغلي او خپل سوداګري په بهرنیو پیسو کوي.

د دوی په وینا د افغانستان بانک کې په کافي اندازه افغانۍ موجودي دي او په بانک کې یې د زړو بانک نوټونو د تبادلې دپاره څانګه ځانګړې کړې ده چې په دې سره به وکولای شي د ښار د افغانیو زاړه بانک نوټونه ټول کړي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي