د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د افغانستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي مارکس پوتزل سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه کتنه کې دواړو لورو د سولې او په ځانګړي ډول د بین الاافغاني مذاکراتو په اړه خبرې کړې دي.
ویل کېږي جرمني د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون تر لاسلیک وروسته د بین الاافغاني خبرو د جوړولو لپاره په تیاریو بوخت دی.
د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي له محب سره لیدنه کې ویلي، دوی د افغانستان د سولې په پروسته کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.
نوموړي زیاته کړې، دوی هڅې پيل کړې څو د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته د بین الافغاني غونډې کوربه وي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمد الله محب ټینګار کړی، چې له افغان سولې سره د نړیوالو همکاري اړینه ده او دا مسئله به دلته روانه جګړه د تل لپاره ختمه کړي.
د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي افغان حکومت د سولې ملاتړی دی خو هغه سوله چې دلته جګړه او ناورین ختم کړي او د کلونو لاس ته راوړنې وساتي.
جمهورخبري آژانس:کابل