د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وایي، د افغانستان جګړې ته د ځوانانو لېږل د مدرسو نه بلکې، د پاکستاني استخباراتو کار وو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې فضل الرحمن په یوه ناسته کې چې ویډیو یې خواله رسنیو ته هم راوتلې ټینګار کړي، چې دغه کار د غرب په غوښتنه کېده.
نوموړي یولي وسله والو فعالیتونو ته د ځوانانو هڅونه او لېږل د مدرسو کار نه، بلکې د پاکستاني استخباراتو کار و او د همدي له لوري ورته وسلې ورکول کېدې، څو افغانستان ته د جهاد لپاره لار شي.
دی وايي، چې پاکستان دغه کار د غرب په غوښتنه کولو او په وینا یې دا هغه حقیقت دی، چې تاریخ به یې ثبات کړي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې ځینو لوړ پوړو پخوانیو پاکستاني چارواکو هم پر دې خبرو اعتراف کړی او ویلي یې دي، چې پاکستان د خپلو اهدافو لپاره افغانستان کې جګړې ته لمن وهي.
د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر جنرال پرویز مشر، ځینو نورو استخباراتي چارواکو او ان عمران خان هم په همدې خبرو اعتراف کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل