د مشرانو جرګې دوهم مرستیال آصف صدیقي وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو اعلان نباید د سولې د روانو مذاکراتو په خاطر نور وځنډول شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صدیقي د جرګې د نن یکشنبې مرغومي ۲۹ مې په غونډه کې و ویل، چې د ټاکنو پایلې د سولې د روان بهیر قرباني شوې دي.
هغه ټینګار وکړ، چې د ټاکنو پایلو اعلان نه باید برمته ونیول شي او دواړه ټاکنیز کمېیسیونه اړ دي، چې ژر تر ژره د ټاکنو پایلې اعلان کړي.
د مشرانو جرګې بل غړي ګل احمد اعظمي هم ټينګار درلود، چې د ټاکنو کمېسیونونه باید پایلې اعلان کړي تر چې نوی حکومت د سولې پروسه په ډاډمنه توګه مخ ته یوسي.
ده زیاته کړه، چې دواړه کمېسیونونه باید په همغږۍ سره د ټاکنو پایلې اعلان کړي که نه پرته له دې باید اساسي قانون کې تغیر راولي او د ټاکنو د اعلان نېټه شپږ میاشتې جوړه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون وایي، دوی پرون شنبې د مرغومي ۲۸ مه د ۲۲۰۰ استینافي شکایتونو څېړنه پیل کړې، چې په ۱۵ ورځو کې به بشپړه او د ټاکنو نهايي پایلو اعلان ته به زمینه برابره کړي.
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني