۰
مشرانو جرګه:

د تاوتریخوالي پر کمولو د امریکا او طالبانو توافق کومه مانا نه لري

یکشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۴
مشرانو جرګه د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون کې د تاوتریخوالي کمولو ته په غبرګون کې وایي، د تاوتریخوالي کمول کومه مانا نه لري او نه هم هېواد کې له تل پاتې سولې سره مرسته کولی شي.
د تاوتریخوالي پر کمولو د امریکا او طالبانو توافق کومه مانا نه لري
 مشرانو جرګه د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون کې د تاوتریخوالي کمولو ته په غبرګون کې وایي، د تاوتریخوالي کمول کومه مانا نه لري او نه هم هېواد کې له تل پاتې سولې سره مرسته کولی شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دوه ورځې مخکې یوه ویډیويي پیغام کې و ویل، چې طالبان یې د تاوتریخوالي کمولو ته چمتو کړي او دا په افغانستان کې د سولې او سیمه کې د امن لپاره یو ښه پرمختګ دی.

خو د افغانستان د مشرانو جرګه د قریشي دغه څرګندونو ته غبرګون کې وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ پر تاوتریخوالي توافق کومه مانا نه لري.

د دوی په وینا که امریکا او طالبان رښتیا هم افغانستان کې سوله غواړي نو باید عمومي اوربند وکړي او بین الاافغاني خبرو ته چمتو شي.

د جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د نن یکشنبې مرغومي ۲۹ مې په عمومي غونډه کې و ویل، چې کېدای شي د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي او دا توافق د افغانستان د خلکو په برخلیک دی.

خو په وینا یې د دغه توافق څرنګوالی نه دی معلوم، چې باید افغان حکومت له امریکا پوښتي، چې له طالبانو سره پر څه توافق کوي.

ښاغلي ایزدیار زیاته کړه، چې د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکراتو کې د تاوتریخوالي کمولو موضوع یوه ګونګه موضوع ده، چې تعریف شوې نه ده او معولآ د ژمني په پیلېدو سره په طبي ډول تاوتریخوالي او جګړې کمېږي.

نوموړي و ویل، چې د افغانستان خلک د بین الاافغاني مذاکراتو پیل کول غواړي او د دغه مذاکراتو د باوري کولو لپاره د عمومي اوربند غوښتونکي دي، چې له دې پرته پر طالبانو باور کول امکان نه لري.

دغه راز د مشرانو جرګې لومړي مرستیال دا هم و ویل، چې د افغانستان حکومت او سیاسیون باید د سولې په اړه اجماع ولري تر چې په راتلونکو بین الاافغاني خبرو کې هر څه په تدبیر سره مخ ته ولاړ شي.

د جرګې بل غړي حسیب الله کلمیزي هم و ویل، طالبانو چې له امریکا سره خبرو کې د تاوتریخوالي کمولو خبره مطرح کړې دا کومه مانا نه لري، ځکه په وینا یې ژمی خپله د تاوتریخوالی د کمېدو موسم دی او معمولآ طالب جنګیالي په ژمي کې هڅه کوي، چې د امنیتي ځواکونو له بریدونو خوندي پاتې شي.

دی وایي، د تاوتریخوالي کمولو مانا دا ده، چې طالبان به د ورځې سل کسه نه بلکې پنځوس کسان وژني.

حسیب الله کلیمزي ټینګار وکړ، چې امریکا باید د سولې پروسه کې د افغانستان د خلکو غوښتنې په پام کې ونیسي او پر طالبانو له دوه تر شپږو میاشتو پورې عمومي اوربند ومني.

دغه راز عبدالله قرلق بیا و ویل، چې د تاوتریخوالي کمولو طرحه د سولې په مذاکراتو کې بازي، فریب او دوکه ده، چې د جنګ او سولې په قانون کې هېڅ مانا او ځای نه لري.

نوموړي و ویل، هغه طرحه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د تاوتریخوالي په اړه مطرح کړې د جګړې په پای ته رسېدو کې هېڅ ډول مرسته نه شي کولی.

جمهورخبری آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي