۰
کابل کې د امریکا نوی شارزدافیر:

د افغانستان سوله او ټاکنې به مې د کار لومړیتوب وي

یکشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۳
د افغانستان لپاره د امریکا نوي ټاکل شوي شارزدافیر راسن ویلسن ویلي، د دغه هېواد ټاکنې د سولې بهیر او د افغانانو راتلونکی انتخاب یې له کاري لومړیتوبونو څخه وي.
د افغانستان سوله او ټاکنې به مې د کار لومړیتوب وي
د افغانستان لپاره د امریکا نوي ټاکل شوي شارزدافیر راسن ویلسن ویلي، د دغه هېواد ټاکنې د سولې بهیر او د افغانانو راتلونکی انتخاب یې له کاري لومړیتوبونو څخه وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویلسن چې تازه د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو د شارزدافیر په توګه ټاکل شوی د نوي سفیر تر ټاکل کېدو پورې به د سرپرست سفیر دنده هم تر سره کوي.

نوموړي د جنورۍ پر ۱۸ مه په خپل ټوېټر لیکلي، چې د افغانستان د تاریخ په یو مهم پړاو کې پر یاده دنده ټاکل شوی دی.

ده ویلي، د تاکنو او سولې بهیر تر څنګ د افغانانو د راتلونکي انتخاب څخه کلک ملاتړ کوي او دا به یې د کار د له لومړیتوبونو وي.

راسن ویلسن زیاته کړې«خوښ یم چې د افغانستان په دې تاریخي او مهم پړاو کې په کابل کې د امریکا په سفارت کې کار پیلوم. زه او زما هېواد امریکا متحده ایالات د افغانستان د ټاکنو پروسې په شمول، له سولې او د افغانستان له ټولو هغو لومړیتوبونو ملاتړ کوي چې ویاړلو افغانانو د خپل راتلونکي لپاره انتخاب کړي.»

د یادونې ده، راس ویلسن د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې له شاوخوا دریو لسیزو راهېسې کار کوي، هغه په ترکیې او آذربایجان کې د امریکا سفیره هم وه.

ښاغلي ویلسن د دې ترڅنګ په مسکو، پراګ او اسټرالیا کې د امریکا په سفارت کې د جنرال کونسل په توګه دنده هم تر سره کړې ده.

تر ویلسن مخکې جان باس په کابل کې د امریکا د سفیر په توګه دنده تر سره کول، چې روانه تېره میاشت له دندې څخه لیري شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي