ملي دفاع وزارت په لوګر ولایت کې د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو د یوې خطرناکې ډلې د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن یکشنبې د مرغومي ۲۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د قاچاق وړونکو دغه ډله تېره شپه د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې نیول شوې ده.
خبرپاڼه کې ویل شوي، کمانډو ځواکونو تېره شپه څرخ ولسوالۍ کې یو لړ عملیات وکړل، چې پر مهال یې د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو یوه خطرناکه ډله له زیات اندازې نشه يي توکو سره ونیوله.
خبرپاڼه وايي، دغه قاچاق وړونکو غوښتل نشه يي توکي پاکستان ته ولېږدوي، چې د کمانډو ځواکونو له خوا ونیول شول.
دفاع وزارت د نیول شویو قاچاق وړونکو د شمېر او نشه يي توکو د کچې په اړه معلومات نه دي ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل