۰

د ارغنداب امنیه قوماندان له ۱۶ پولیسو سره طالبانو ته تسلیم شوی

یکشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۴
کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ امنیه قوماندان له ۱۶ پولیسو سره یو ځای وسله والو طالبانو ته تسلیم شوی دی.
د ارغنداب امنیه قوماندان له ۱۶ پولیسو سره طالبانو ته تسلیم شوی
کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ امنیه قوماندان له ۱۶ پولیسو سره یو ځای وسله والو طالبانو ته تسلیم شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د دغه خبر د پخلي تر څنګ ویلي، د ارغنداب ولسوالۍ امنیه قوماندان له خپلو پولیسو سره طالبانو ته تسلیمي ورکړې ده.

نوموړي زیاته کړې، دوی نه پوهېږي چې طالبانو دغه قوماندان او ورسره پولیس چېرته بېولي دی.

خو ځینې سرچینو ویلي، طالبانو پرون پر دغه ولسوالۍ له څلورو خواوو بریدونه کړي، د ولسوالۍ ودانۍ یې سوځولې او وروسته یې پاتې پولیس او امنیه قوماندان له ځان سره بېولي دي.

د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان حق بیان  هم ویلي، دغه پولیس د ارغنداب په مرکز کې له ۳۰ میله وسلو او درېیو نظامي موټرو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي.

طالبانو هم ادعا کړې، چې د زابل د ارغنداب ولسوالۍ انتقالي مرکز یې نیولی او لسګونه مېله سپکې او درنې وسلې يې تر لاسه کړې دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي، نن سهار یې د ارغنداب ولسوالۍ پر مرکز برید کړی، چې تر څو ساعته جګړې وروسته یې د یادې ولسوالي مرکز په بشپړه توګه نيولی دی.

جمهورخبري آژانس:زابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي