۰
د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو ته د ولسي جرګې د ځینو غړو غبرګون:

دا د سولې نه بلکې د افغانستان پلورنې خبرې دي

شنبی ۲۸ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۳
د ولسي جرګې یو شمېر غړي د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې روانو خبرو ته غبرګون کې وایي، دا د سولې خبرې نه بلکې د وطن پلورنې خبرې دي.
دا د سولې نه بلکې د افغانستان پلورنې خبرې دي
د ولسي جرګې یو شمېر غړي د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې روانو خبرو ته غبرګون کې وایي، دا د سولې خبرې نه بلکې د وطن پلورنې خبرې دي.

د جمهور آزانس د خبرله مخې د جرګې ګڼ شمېر غړو د نن شنبې مرغومي ۲۸ مې په عمومي غونډه کې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو نیوکې وکړې او دا خبرې یې شکي او خطره ډکې وبللې.

د جرګې غړې بلقیس روش د جرګې رییس ته خطاب کې و ویل«د وطن پلورنې د مذاکراتو په اړه، تاسو ولیدل چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر و ویل، چې د طالبانو او امیکا تر منځ خبرې نېږدې شوې، زما سوال دا دی، د هغه کسانو چې د خلکو په استازیتوب راغلي دنده څه ده؟»

نوموړې زیاته کړه دغه لاس پوڅۍ او دوه سری حکومت چې جان کېري رامنځ ته کړی خپل واک نه لري، نو آیاد د ولس استازي هم په دې وطن پلورنه کې ورسره شریک کېږي.؟

هغې د ولسي جرګې له خوا د سولې جوړې شوې کمېټې ته په نغوتې و ویل، دغه کمېټه باید تر هر څه وړاندې خپل کار پیل کړي او پرېنږدي، چې افغانستان وپلورل شي او په راتلونکې یوه نیمه میاشت کې طالبان هم په حکومت کې شریک شي.

د جرګې بل غړي هماینو شهیدزاده هم ورته څرګندونې وکړې زیاته یې کړه، نېږدې ده، چې طالبان او امریکا موافقه وکړي خو دا چې حکومت او ملي شورا په خبرو کې برخه نه لري، دا مذاکرات به ارزښت ونه لري.

دی وایي، د سولې موضوع باید د ولسي جرګې له خوا جدي ونیول شوي او د دولت په ځانګړي ډول د ملي شورا دریځ باید د سولې په برخه کې روښانه وي.

د جرګې رییس میررحمان رحماني هم و ویل، چې د سولې پروسه د امریکا، پاکستان او طالبانو له خوا پر مخ وړل کېږي او افغانان په کې برخه نه لري.

دی وایي ولسي جرګې په وار وار د سولې خبرو کې د جرګې د ګډون غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې په کې ځای نه دی موندلی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي