۰

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون نن ۲۲۰۰ شکایتونو څېړنه پیلوي

شنبی ۲۸ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۱
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، دوی به سره له نن څخه د هغه ۲۲۰۰ څخه زیاتو شکایتونو اروزنه پیل کړي، چې د استیناف غوښتنه یې شوې ده.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون نن ۲۲۰۰ شکایتونو څېړنه پیلوي
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، دوی به سره له نن څخه د هغه ۲۲۰۰ څخه زیاتو شکایتونو اروزنه پیل کړي، چې د استیناف غوښتنه یې شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټاکنیزو شکایتونو کمېشنر او ویاند قاسم الیاسي وایي، دا بهیر به تر ۱۵ ورځو پورې دوام وکړي او وروسته به د ټاکنو پر نهايي پایله تمام شي.

قاسم الیاسي زیاتوي، چې د څه باندې ۲۲۰۰ استینافي شکایتونو د ارزونې او څېړنې بهیر به سر له نن شنبې مرغومي ۲۸ مې پیل شي.

د هغه په وینا دا ارزونه وروسته له هغې پیلوي، چې د تېرې پنشنبې تر مازیګر پورې یې له ټولو ولایتونو راپورونه تر لاسه او ومندل، چې د ۲۲۰۰ شکایتونو په اړه استیناف غوښتنه شوې ده.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند زیاتوي، تر ډېره پورې دغه شکایتونو په اوو ولایتونو کې د ۵۰۰ محلونو د رایو بیا شمېرنې په اړه دي.

نوموړی وایي، زیات استېنافي شکایتونه د ثبات او همپالنې او دولت ساز ټیم له خوا ثبت شوي، چې ننګرهار، پکتیا او کونړ کې تر نورو ټولو زیات دي.

دی وایي، په ننګرار کې ۴۹۸، په پکتیا کې ۲۸۴ او په کونړ کې ۲۲۵ شکایتونه د استیناف غوښتنه کوي، او تر ټولو کم شکایتونه په بغلان او نورستان کې ثبت شوي دي.

خو په وینا یې په پروان، میدان وردګو، کندوز او سمنګانو کې بیا حتی یو شکایت هم د استیناف لپاره نه دی ثبت شوی.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند ټینګار کوي، چې، دوی به نهایت هڅه وکړي چې د شکایتونو ارزونه او د رایو بیا شمېرنه په ۱۵ ورځو کې بشپړه کړي او د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان ته زمینه برابره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي