۰

زابل کې د برېښنا شرکت پنځه کارکوونکي وژل شوي دي

پنجشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۷
د زابل سیمه ییز چارواکي وایي، دغه ولایت کې د سړک د غاړې بمي چاودنه کې د برېښنا شرکت پنځه تنه کارکوونکي وژل شوي دي.
زابل کې د برېښنا شرکت پنځه کارکوونکي وژل شوي دي
د زابل سیمه ییز چارواکي وایي، دغه ولایت کې د سړک د غاړې بمي چاودنه کې د برېښنا شرکت پنځه تنه کارکوونکي وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن پنشنبې د مرغومي ۲۶ مه غرمه مهال د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي، د برېښنا شرکت د انجینرانو موټر د کابل – کندهار پر لویه لار روان و، چې د شهر صفا په اړوند سیمه کې پرې خښ شوي ماین چاودنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې د برېښنا شرکت پنځه کارکوونکي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د برېښنا شرکت هم د چاودنې پخلی کړی، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:زابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي