۰

ایرو ایشیا: پاکستان لا هم د افغانستان د ۴۰ کلن بحران تر شا دی

پنجشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۹
ايرو ایشیا رېویو په یوه مقاله لیکي افغانستان لا هم د ځینو ګاونډیو له لوري له ستونزو سره مخ دی او د دغه څلوېښت کلن بحران تر شاه پاکستان دی.
ایرو ایشیا: پاکستان لا هم د افغانستان د ۴۰ کلن بحران تر شا دی
ايرو ایشیا رېویو په یوه مقاله لیکي افغانستان لا هم د ځینو ګاونډیو له لوري له ستونزو سره مخ دی او د دغه څلوېښت کلن بحران تر شاه پاکستان دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په مقاله کې ټینګار شوی، چې د افغانستان ځینې ګاونډي یا له افغان خاورې وېره لري او یا یې هم د ځینو سیاسي مسایلو په خاطر د دغه هېواد د ناورین په ختمولو کې برخه نه ده اخیستې.

په مقاله کې راغلي، د افغانستان په ګاونډ کې پاکستان بیا له څلوېښتو کلونو راهیسې په دغه هېواد کې د روان بحران تر شا ولاړ دی او خپلې ګټې پالي.

ایرو ایشیا لیکي پاکستان د روانې جګړې تر شا لا هم ولاړ دی او امریکا هم په دې باوري ده چې پاکستان د ترهګرو ډلو او طالبانو ملاتړ کوي.

په مطلب کې راځي له همدې امله څه موده وړاندې امریکا د پاکستان پر پوځ ځینې مالي امکانات بند کړل.

ایرو ایشیا لیکي دمګړی د دې اړتیا ده چې د سیمې هېوادونه د افغانستان د سولې په برخه کې همکاري وکړي او په دې اړه یوه رښتینې سیمه ییزه اجماع رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي