۰

د ټاکنیزو کمېسیونو پخواني غړي په څه باندې دونیمه کاله بند محکوم شول

پنجشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۸
له اداري فساد او درنو جرمونو سره د عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې د ټاکنیزو کمېسیونونو مشران او ۷ تنه غړي په دوه کاله او شپږ میاشتې بند محکوم کړل.
د ټاکنیزو کمېسیونو پخواني غړي په څه باندې دونیمه کاله بند محکوم شول
له اداري فساد او درنو جرمونو سره د عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې د ټاکنیزو کمېسیونونو مشران او ۷ تنه غړي په دوه کاله او شپږ میاشتې بند محکوم کړل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټاکنیزو کمېسیونونو د دغه غړو محکمه پرون چهارشنبې د مرغومي ۲۵ مه تر سره شوه.

د محکمې پر مهال د یادې محکمې قاضي انیسه رسولي و ویل، چې د یادو کسانو د بند موده د رایو په اتفاق سره لومړي کمه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې یاد کسان د کونړ ولایت د ټاکنو فورمونو کې د لاس وهې له امله په دوه دوه کاله او شپږ میاشتې بند باندې محکوم شول.

خو هغوی ته یې له دندې د ناوړه استفادې په اړه برائت ورکړ او ویې ویل چې تورن کسان کولی شي د هېواد سترې محکمې ته مراجعه وکړي.

د یادونې ده، چې په دغه محکمه کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی مشر عبدالدیع صیاد، د شکایتونو کمېسیون مشر عبدالعزیز آریايي، او نور غړي، معاذالله دولتی، رفیع الله بیدار، عبدالقادر قریشي، حفیظ الله هاشمي او ملیحه حسن شامل وو.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي