۰

امریکا محکمې پنځه سرتېري په غلا تورن کړل

پنجشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۳
امریکايي محکمې خپل ۵ سرتېري له افغانستانه د پيسو په غلا او دغه راز د لارو جوړولو، روزنیزو ځایونو او کلنیکونو په پيسو کې په لاس وهولو تورن کړي دي.
امریکا محکمې پنځه سرتېري په غلا تورن کړل
امریکايي محکمې خپل ۵ سرتېري له افغانستانه د پيسو په غلا  او دغه راز د لارو جوړولو، روزنیزو ځایونو او کلنیکونو په پيسو کې په لاس وهولو تورن کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه سرتېرو تور دی، چې له افغانستانه د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو تر منځ د ۲۰۰ زره ډالرو غلا کړې ده.

د محکمې د اعلامیې له مخې له دې منځه د پنځو واړو سرتېرو د ګروپ مشر ۴۶ کلن ټیډ کیمبرلین باندې که دغه غلا ثابته شي نو ۱۵ کاله زندان به تېروي او ۵۰۰ زره ډالر جریمه به ورکوي.

محکمه وايي، دغو پنځو امریکايي سرتېرو خپلو ځواکونو ته د اړتیا وړ توکو په پېرلو کې پيسې وهلې دي.

همدا راز پرې تور دی چې د لارو جوړولو، روزنیزو ځایونو او کلنیکونو په پيسو کې هم دغو کسانو لاس وهلی دی او ترلاسه شوې پيسې یې یا د پوسټ او یا په جیب کې د رخصتیو په مهال امریکا ته لېږدولې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي