۰

کابل له تهران نه د احتمالي بریدونو په اړه وضاحت غوښتی دی

پنجشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۴۷
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې ایران له سفیر څخه د افغانستان په ځينو برخو د ایران د بریدونو د احتمال په اړه وضاحت غوښتی دی.
کابل له تهران نه د احتمالي بریدونو په اړه وضاحت غوښتی دی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې  ایران له سفیر څخه د افغانستان په ځينو برخو د ایران د بریدونو د احتمال په اړه وضاحت غوښتی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادریس زمان پرون چهارشنبې د مرغومي ۲۵ مه کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره ولیدلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې له ایران څخه د وضاحت غوښتنې کړې، چې د راپورونو له مخې ځینو ایراني پوځي چارواکو ویلي، که امریکا پر ایران برید وکړي، تهران به د افغانستان ځینې برخې په نښه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، له همدې امله سرپرست وزیر کابل د ایران د پوځي ځواکونو له قوماندان، سفیر او ځینو نورو ایراني چارواکو سره لیدلي دي.

سرچینه زیاتوي، وزیر له ایراني چارواکو د هغو څرګندونو په اړه وضاحت وغوښت چې که د امریکا متحده ایالتونه پر ایران برید وکړي، هغوی به په افغانستان کې ځینې سیمې په نښه کړي.

خو خبرپاڼه کې د ایران د سفیر بهادر امینیان له خولې لیکلي شوي،  ځینې رسنۍ د ایراني چارواکو څرګندونې سمې نه خپروي.

نوموړي ویلي، د ایران رسمي او سیاسي دریځ تل د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی کول دي او د افغانستان په اړه د ایران په سیاست او تګلارې کې بل هېڅ ډول څرګندونې ځای نه لري.

د یادونې دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې، چې امریکا د ایران د سپاه پاسداران قدس څانګې مشر قاسم سلیماني په عراق کې په یوه هوایي برید کې و وژاه.

تر دې وروسته ایران په عراق کې د امریکا پر دوه پوځي اډو راکټي بریدونه وکړل، چې کړکېچ او نانندرۍ یې لا زیاته کړې.

ایران چارواکو ګواښ وکړ، چې که امریکا نور ځان وخوځوي، نو دوی به په سیمه کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي