۰
پروفیسور برنېت روبین:

د افغان سولې لپاره ښه فرصت رامنځ ته شوی، باید ضایع نه شي

چهارشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۸
امریکايي پروفیسو او د امریکا د امنیت انستېتیوت غړی برنېت روبین وايي، د افغان سولې لپاره ښه فرصت رامنځ ته شوی او باید ضایع نه شي.
د افغان سولې لپاره ښه فرصت رامنځ ته شوی، باید ضایع نه شي
امریکايي پروفیسو او د امریکا د امنیت انستېتیوت غړی برنېت روبین وايي، د افغان سولې لپاره ښه فرصت رامنځ ته شوی او باید ضایع نه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي روبین ویلي، چې د افغانستان د سولې په اړه رامنځ ته شوې اجماع یو لوی فرصت دی او دې فرصت نه باید ګټه واخستل شي.

د هغه په وینا سره له دې چې په سیمه کې پراخ اختلافونه شته دي، خو نیکمرغي دا ده چې د افغانستان د سولې په اړه ټول یوه خوله دي.

پروفیسور روبین زیاته کړې، په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او سولې په اړه یوه بې مخینې اجماع رامنځ ته شوې ده چې باید ګټه ترې واخیستل شي.

نوموړی وایي، چین، هند، پاکستان او نورو هېوادونو ته یې سفرونه کړي دي او ده ته ثابته شوې ده چې ټول په یوه خوله د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

دغه امریکايي پروفیسور پر زلمي خلیلزاد، طالبانو او افغان لوري غږ کړی دی چې د سولې لپاره رامنځ ته شوې موکه او فرصت باید ضایع نه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي