ټاکل شوې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي مخامخ لیده کاته او خبرې اترې وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنیو ویلي، خان او مودي به د شانګهای په راتلونکې غونډه کې سره وګوري او خبرې به وکړي.
د شانګهای د همکاریو سازمان غونډه دا ځل په هند کې جوړيږي چې د پاکستانۍ رسنیو په وینا په دغه غونډه کې به عمران خان او نریندا مودي مخامخ له یو بل سره و ویني.
ویل کېږي چې هند او پاکستان به د اړیکو پر بېلو اړخونو بحثونه او خبرې اترې ولري.
په دې غونډه کې د چین، روسیې، هند او پاکستان په ګډون د منځنۍ اسیا هېوادونه ګډون کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل