۰

افغان ځواکونو فراه کې د طالبانو یو ګمرک له منځه وړی دی

دوشنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۶
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو فراه ولایت کې د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو یو ګمرک تر نیولو وروسته له منځه وړی دی.
افغان ځواکونو فراه کې د طالبانو یو ګمرک له منځه وړی دی
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو فراه ولایت کې د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو یو ګمرک تر نیولو وروسته له منځه وړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د مرغومي ۲۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه کمرګ تېره شپه بختور په نوم پوځي عملیاتو کې له منځه وړل شوی دی.

د طالبانو دغه ګمرک د فراه ولایت د شېب کوه ولسوالۍ کې و، چې  دفاع وزارت په وینا په ورځ کې به یې درې میلیونه افغانۍ له تېل او باروړنکو موټرو څخه باج اخیست.

دفاع وزارت وايي، دغه ګمرک د طالبانو د مهمو مالي سرچینو څخه وو.

وزارت زیاتوي، د طالبانو دا ډول ګمرکونه تر ډېره د افغانستان په لوېدیځ کې و، چې په دې وروستیو کې په هرات، بادغیس، غور، هلمند او نیمروز ولایتونو کې د تر سره شوو عملیاتو پرمهال لویې لارې خلاصوي شوي او دغو لارو ته د طالبانو لاس رسی کم شوی دی.

طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي