پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکوي، چې د دغه هېواد یوه بله چورلکه هم رانسکوره شوې، چې له امله یې د پيلوټ په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چورلکه د پاکستان د پنجاب ایالت په رحیم یار خان سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې چورلکه د رحیم یارخان له شیخ زاید هوايي ډګر څخه پورته او غوښتل یې په چولستان سیمه کې یي پر فصلونو د ملخانو ضد درمل وپاشي.
د رحیم یار خان چارواکو ویلي چې چورلکه د تخنیکي ستونزو له امله رانسکوره شوې او پکې یو پیلوټ او یو انجنیر وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم د خیبرپښتونخوا په میانوالي سیمه کې د پاکستان یوه چورلکه لوېدلې او دوه پیلوټان یې وژل شوي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل