د سولې له مذاکراتو باخبره سرچینې وایي، د امریکا او طالبانو تر منځ د تاوتریخوالي د کمولو او پنځه زره طالب زندانیانو د خوشي کولو پر سر سلا مشورې روانې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د قطر پلازمېنه کې د امریکايي او طالب استازو تر منځ غیر رسمي لیدنې او خبرې اترې روانې دي.
خو کابل کې د سولې له مذاکراتو باخبره سرچینې وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د تاوتریخوالي د کمولو او پنځه زره طالب زندانیانو د خوشي کولو پر سر سلا مشورې روانې دي.
پخوانی طالب چارواکي مولانا جلال الدین شینواري نن یکشنبې د مرغومي ۲۲ مه
جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون پر دې څرنګ والي، چې چېرته، کله او د چا پر وړاندې تړون لاسلیک شي خبرې اترې روانې دي.
نوموړی وايي، په دغه خبرو کې د امریکا ټینګار د تاوتریخوالي پر کمولو او د طالبانو بیا د افغان حکومت سره د پنځه زره طالب بندیانو پر خوشي کولو دی.
دی زیاتوي«زه فکر کوم، امریکايي لوري د سولې تړون له لاسلیک وړاندې د پنځه زره طالب زندانیانو پر خوشي کولو او طالبانو بیا د تاوتریخوالي پر کمولو موافقه کړې ده.»
خو په وینا یې طالبانو تر اوسه له خپل امیر څخه د تاوتریخوالي د کمولو په اړه لاسلیک نه دی تر لاسه کړی.
ښاغلی شینواری ټینګار کوي، چې په همدې لنډ شپو ورځو کې به د سولې تړون د لاسلیک مراسم په رسمي ډول اعلان شي.
باید و ویل شي، چې تر اوسه پورې امریکايي لوري او د طالبانو د قطر سیاسي دفتر په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
ټاکل شوې وه، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون په تېره اوونۍ کې لاسلیک شي، خو د ایران او امریکا د وروستي کړکېچ له امله د ځینو هېوادونو استازو په دغه مراسمو کې د نه ګډون له امله تړون لاسلیک نه شو.
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض