۰

هرات کې د یوه کور د چت لوېدو پېښه کې شپږ کسان مړه شوي دي

یکشنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۵
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې د سختې واورې له امله د یوه کور چت لوېدو په پېښه کې شپږ تنه مړه شوي دي.
هرات کې د یوه کور د چت لوېدو پېښه کې شپږ کسان مړه شوي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې د سختې واورې له امله د یوه کور چت لوېدو په پېښه کې شپږ تنه مړه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په قادر آباد نومي سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

چارواکي وايي، د درنې واورې د ورېدو له امله د یوه کور چت نړېدلی دی او په دغه پېښه شپږ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هرات امنیه قومندان امین الله امرخېل هم دغه پېښه تاییدوي او وایي پولیس د خلکو مرستې ته ور رسېدلي دي. ویل کېږي چې په هرات کې له تېرې شپې راهیسې درنه واوره ورېږي او خلک له جدي ستونزو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالي د حاجي وردګ په کلي کې هم د یوه کور د چت لوېدو په پېښه کې درې ماشومان او درې ښځې مړې شوې او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي