په شمال کې پوځي چارواکي وایي، کندوز ولایت کې د یوه قوماندان په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ۲۱۷ پامیر قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي افغان ځواکونو د کندوز اقتاش ولسوالۍ کې عملیات کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د طالب قوماندان ملا خلیل په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه وایي، په یاده سیمه کې له تېرو شپږو ورځو راهیسې پوځي عملیات روان دي، چې تر اوسه په کې د جنګل باشي، غارچي، جنت باغ او کابلي قشلاق کلي له وسله والو طالبانو پاک شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کندوز