په کندهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په یوه زغروال ټانګ چاودنه شوې، چې د مرګ ژوبلې په اړه یې ضد او نقیض راپورونه خپاره شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پر بهرنیو ځواکونو دغه چاودنه نن شنبې د مرغومي ۲۱ مه سهار مهال د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې شوې ده.
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه خبرپاڼه کې مني، چې پر سرتېرو یې کندهار کې د چسپکي ماین چاودنه شوې ده.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دوی د پېښې د څرنګوالۍ په اړه پلټنې پیل کړې او جزیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړای شي.
که څه هم بهرنیو د غوڅ ملاتړ ماموریت د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو طالبانو د چاودنې مسوولیت اخیستی وايي، ټانګ یې له منځه وړی او په کې سپاره ټول سرتېري یې وژلي دي.
یوې امنیتي سرچینې بیا د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې په دغه چاودنه کې بهرنیو سرتېرو ته زیان نه دی اوښتی، خو ټانګ یې زیانمن شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کندهار