۰

کوټه کې د شوې چاودنې مسوولیت داعش واخیست

شنبی ۲۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۰
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په کوټه کې د شوې چاودنې مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.
کوټه کې د شوې چاودنې مسوولیت داعش واخیست
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په کوټه کې د شوې چاودنې مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بلوچستان د مرکز کوټې ښار په سټلایټ ټاون کې پرون شپه یوه چاودنه وشوه، چې له امله یې ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي چارواکي وایي، چاودنه په یوه جومات کې شوې، خو ځینې سرچینې وايي، په یوه مدرسه کې شوې ده.

ځايي چارواکو منلې، چې په دغه چاودنه کې د دغه ښار د پولیسو د یوه قوماندان امان الله په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، په دغه چاودنه کې ځینې طالب مشران او د آی اېس آی درې غړي هم وژل شوي، خو طالبانو دا خبر له واقعیت لرې بللی او وايي، چاودنه په جومات کې شوې، چې پر مهال یې هلته هېڅ طالب مشر هم نه وو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت بیا وایي، په دغه چاودنه کې د جومات د امام او پولیسو د یوه قوماندان په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه دغه چاودنه په کلکو ټکو غندلې ده.

پاکستاني رسنۍ وایي، د دغه برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي