۰

د عمان پاچا ومړ

شنبی ۲۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۳
د عمان پاچا سلطان قابوس چې د یوې سپنیې کودتا له لارې واک ته رسېدلی وو، د ۷۹ کلونو په عمر مړ شو.
د عمان پاچا ومړ
د عمان پاچا سلطان قابوس چې د یوې سپنیې کودتا له لارې واک ته رسېدلی وو، د ۷۹ کلونو په عمر مړ شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سلطان قابوس په ۱۹۷۰ کې د یوې سپنیې کودتا له لارې له خپل پلار څخه واک ونیوه او پنځوس کاله یې پر دغه هېواد واکمني وکړه.

د نوموړي د مړینې له امله په عمان کې درې ورځنۍ ماتم اعلان شوی دی.

باید و ویل شي، چې له سلطان قابوس څخه کوم زوی نه دی پاتې او دا چې د عمان حکومت شاهی دی ښايي د هغه د ځای ناستي په برخه کې ستونزې رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي