۰

ایران ومنله چې اوکرایني مسافر وړونکې الوتکه دوی ویشتې

شنبی ۲۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۶
ایران په رسمي توګه تایید کړه، چې اوکرایني مسافر وړونکې الوتکه دوی په تېروتنې سره ویشتلې او راغورځولې ده.
ایران ومنله چې اوکرایني مسافر وړونکې الوتکه دوی ویشتې
ایران په رسمي توګه تایید کړه، چې اوکرایني مسافر وړونکې الوتکه دوی په تېروتنې سره ویشتلې او راغورځولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اوکراین یوه مسافر وړونکې الوتکه د تېرې پنشنبې (مرغومي ۱۹مه) د ایران پلازمېنه تهران کې راولوېده.

هغه مهال راپورنو کې ویل شوي و، چې دغه الوتکه د امام خمیني له هوايي ډګره د کیف پر لور روانه وه، چې تر الوت له څه وروسته ولوېده.

په دغه الوتکه کې ټولټال ۱۷۶ تنه سپاره و، چې ټول وژل شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې د افغانستان د وګړو په ګډون د بېلا بېلو هېوادونو وګړي شامل دي.

پیل کې داسې راپورونه هم و، چې دغه الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله لوېدلې خو اوس ایران په رسمي توګه ومنله چې اوکرایني الوتکه د ایراني پوځ د راکټي برید له امله سقوط شوې ده.

ایران په یوه رسمي خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دغه برید یې په تیروتنه کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي