د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه د امریکا له دفاع وزیر مارک اسپېر سره خبرو کې ډاډ ورکړي، چې د افغانستان د سولې پروسه کې رغنده رول لوبوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې باجوه او اسپېر پرون تلېفوني خبرې کړې او باجوه ورته ویلي، چې دوی د د افغانستان په سوله کې د رغنده رول لوبولو ته ژمن دي.
نوموړي ویلي پاکستان پر دې ټینګار کوي چې په سیمه کې جګړې ختمې او سوله تامین شي.
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپېر له جنرال باجوه سره په منځني ختیځ کې پر روان وضعیت هم خبرې کړې دي.
هغه ویلي، امریکا جګړه نه غواړي خو د تهدیدونو پر له منځه وړلو ټینګار کوي. پاکستان له واشنګټن او تهران د زغم او خبرو غوښتنه کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل