د افغان پوځ یوه چورلکه فراه کې لوېدلې ده

18 جدی 1398 ساعت 12:59

د ملي دفاع وزارت وايي، د افغان هوايي ځواک یوه MI 35 ډوله چورلکه د هېواد لوېدیځ فراه ولایت کې لوېدلې ده.


د ملي دفاع وزارت وايي، د افغان هوايي ځواک یوه MI 35 ډوله چورلکه د هېواد لوېدیځ فراه ولایت کې لوېدلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن چهارشنبې د مرغومي ۱۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه پېښه نن سهار رامنځ ته شوې.

سرچینه زیاتوي، د افغان پوځ دغه MI 35 ډوله الوتکه د فراه له مرکز څخه د دې ولایت پرچمن ولسوالۍ ته په لاروه، چې شاوخوا یولس بجې غورځېدلې ده.

دفاع وزارت وایي، چورلکه د تخنیکي ستونزو له امله غورځېدلې او دواړه پيلوټان یې وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 123882

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123882/

جمهور
  https://www.jomhornews.com