په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان د هوایي ځواک یوه الوتکه رانسکوره شوې، چې له امله یې دوه پيلوټان وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون سه شنبې د مرغومي ۱۷ مه د خیبرپښتونخوا په میانوالي سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړیو چې الوتکه د یو روزنیز تمرین پر مهال رالوېدلې او په بشپړه توګه له منځه تللې ده.
په دغه پېښه کې دوه پیلوټان وژل شوي دي او د پاکستان چارواکو ویلي، د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې خو تر اوسه معلومه نه ده، چې د الوتکې د نسکورېدو لامل څه دی.
جمهورخبري آژانس:کابل