۰

ولسمشر غني د امریکا له دفاع وزیر سره تلېفوني خبرې کړې

چهارشنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۷
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له دفاع وزیرمارک اېسپر سره د سیمې پر وروستیو وضعیت او پرمختګونو خبرې کړې دي.
ولسمشر غني د امریکا له دفاع وزیر سره تلېفوني خبرې کړې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له دفاع وزیرمارک اېسپر سره د سیمې پر وروستیو وضعیت او پرمختګونو خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، ولسمشر غني او مارک ایسپر تېره شپه (د مرغومي ۱۷ مه) تلېفوني خبرې کړې دي.

سرچینه زیاتوي، دواړو لورو په دې تلېفوني اړیکه کې د سیمې د امنیت او په ځانګړي ډول د امریکا او ایران تر منځ د رامنځ ته شوې امنیتي ستونزې په اړه خبرې کړې دي.

ولسمشر غني او د امریکا دفاع وزیر پر داسې مهال دغه خبرې کوي، چې د امریکا او ایران تر منځ تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدو دی.

د امریکا له خوا د ایران د سپاه پاسدران د قدس څانګې د مشر قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته ایران د دغه کار په غبرګون کې په عراق کې د امریکا دوه پوځي اډې په راکټونو ویشتي دي.

امریکا تر اوسه غبروګون نه دی ښودلی، خو ویل کېږي ټرمپ د ملي امنیت له ټیم سره سپینه ماڼې کې خبرې پیل کړې او د دفاع او بهرنیو چارو وزیران هم ورسېدلي دي.

ټرمپ د ایران تر برید وروسته په یوه ټوېټ کې ویلي، چې په عراق کې د دوی پر پوځي اډو راکټي بریدونه شوي، خو وایي هر څه ښه دي.

د یادونې ده، چې ایران نن سهار عراق کې د عین الاسد او ایربیل په دوو پوځي اډو چې پکې امریکايي او ایتلافي ځواکونه په کې مېشت دي راکټي بریدونه کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم وروسته په ټوېټر باندې لیکلي چې ایران دا بریدونه د ځان د دفاع لپاره کړی.

هغه لیکلي چې ایران د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې پر اساس د ځان د دفاع لپاره په یوه متناسب اقدام کې هغه اډه هدف ګرځولې چې د ایران د خلکو او لوړپوړو چارواکو پر ضد یې بریدونه کړي و.

جواد ظریف بیا دا هم لیکلي چې تاوتریخوالی یا جنګ نه غواړي خو د هر ډول یرغل په وړاندې دفاع کوي.

قاسم سلیماني د ایران د سپاه پاسدران د قدس ځواکونو عمومي قومندان و چې تېره جمعه د جنورۍ په دریمه د بغداد په نړیوال هوایي ډګر کې د امریکا په یوه هوايي برید کې ووژل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي