۰

کابل کې څلور حرفوي غله نیول شوي دي

سی شنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۲
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د حرفوي غلو یوه څلور کسیزه ډله نیولې ده.
کابل کې څلور حرفوي غله نیول شوي دي
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د حرفوي غلو یوه څلور کسیزه ډله نیولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن سه شنبې د مرغومي ۱۷ مه یوه خبرپاڼه کې ویلي دغه حرفوي مجرمین له ډېرې مودې راهیسې د پولیسو تر تعقیب لاندې و.

سرچینه زیاتوي، پولیسو پرون دغه غله د کابل ښار په اومه او دیارلسمه امنیتي حوزو اړوند سیمو کې نیولي دي.

خبرپاڼه وايي، له یادو کسانو درې تنه د کابل ښار لوېدیځ په دشت برچي سیمه او یو تن بل له یو میل تومانچې سره د اومې حوزې اړوند سیمه کې نیول شوي دی.

کورنیو چارو وزارت وايي، نیول شویو کسانو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه د اومې، دیارلسمې او اتلسمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې په جنايي قضیو په تېره بیا په وسله والو غلاوو او د عامه قیمتي توکو په شکونو او چپاول کې لاس درلود.

د کورنیو چارو وزارت د غلو د دغه ډلې د نیولو خبر پر داسې مهال ورکوي، چې کابل ښاریان نور له غلو او شکو تر پوزې راغلې دی.

د خلکو په وینا غلاوې، قتلونه، چاپاولګري تر دې حده رسېدلې، چې ان ورځې له خلکو په لارو کوڅو عمومي واټونو، د موټرو تم ځایونو او موټر کې شوکې کېږي.

په کابل کې غلاو او جنايي پېښو ان د ولسي جرګې اندېښنه راپارولې او د ولسی جرګې غړو په پرونۍ غونډه کې و ویل، چې کابل ښار کې جنايي جرائیم دومره زیات شوي، چې ان د امنیتي حوزو له منځه څخه د خلکو موټر سایلکونه غلا کېږي.

خو د کورنیو چارو وزارت وایي، دوی یوه طرحه باندې کار کړی او ډېر ژر به په پولیسو کې ژور اصلاحات راولي، چې ورسره به امنیتي وضعیت هم ښه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي