۰

ملګري ملتونه: ایران او امریکا د له زغم نه کار واخلي

سی شنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۹
د ایران او امریکا تر منځ وروستي کړکېچ ته په اشارې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتیرېش له دواړو هېوادونو د زغم غوښتنه کړې ده.
ملګري ملتونه: ایران او امریکا د له زغم نه کار واخلي
د ایران او امریکا تر منځ وروستي کړکېچ ته په اشارې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتیرېش له دواړو هېوادونو د زغم غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګوتیرېش پرون نیویارک کې د وینا پر مهال اوسنۍ وضعیت خطرناک وباله او پر دواړو لورو یې د زغم کولو غږ وکړ.

هغه په خپلو خبرو کې و ویل« زما پیغام ساده او روښانه دی، د ترینګلتیا زیاتول ودروئ، له زیات زغم کار واخلئ، ډیالوګ بېرته شروع کړۍ او نړیوالې همکارۍ له سره پیل کړۍ.»

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ټینګار وکړ، چې د کړکېچ زیاتوي تر ډولو ډېره بیه عادي وګړي ورکوي، نو ځکه باید له زغم څخه کار واخستل شي.

د یادونې ده، چې د ایران او امریکا تر منځ کړکېچ وروسته له هغې نور هم ترینګلی شو، چې امریکا د عراق پلازمېنې بغداد هوايي ډګر ته څېرمه د ایران د سپاه پاسدران د قدس څانګې پر مشر قاسم سلیماني هوايي برید وکړ.

په دغه برید کې د قاسم سلیماني په ګډون ۱۰ لوړ پوړي قوماندانان و وژل شول او د برید امر هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ورکړی وو.

تر دغه برید وروسته ایران له امریکا د غچ اخیستو ګواښ وکړ، خو امریکايي ولسمشر یې په ځواب کې و ویل، که ایران نظامي اقدام وکړي نو دوی به یې ۵۲ ځایونه په نښه او له منځه یوسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي