۰

ولسمشرغني بهرنیو چارو وزارت کې د رقابت له لارې د ګمارونو امر کړی

سی شنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۱
ارګ وایي، ولسمشر محمد اشرف غني په بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو په موخه امر کړی، چې په دغه وزارت کې دې د استخدام چارې د آزاد رقابت پر اساس تر سره شي.
ولسمشرغني بهرنیو چارو وزارت کې د رقابت له لارې د ګمارونو امر کړی
ارګ وایي، ولسمشر محمد اشرف غني په بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو په موخه امر کړی، چې په دغه وزارت کې دې د استخدام چارې د آزاد رقابت پر اساس تر سره شي.

د جهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسشمر په همدې تړاو کې تېره شپه د دغه وزارت له سیاسي معین او سرپرست ادریس زمان سره خبرې کړې دي او د اصلاحاتو د بستو د جدي پلي کولو غوښتنه یې ترې کړې ده.

ارګ وايي، په دغه وزارت کې د اقتصاد محوره سیاستونو رامنځته کول، ساختاري بدلون، قوانین، طرزالعملونو اصلاح او له هېواده بهر افغانانو ته د لازمو خدماتو وړاندې کول یې د اصلاحاي بستو برخې دي چې له اړوندو ادارو او د ملي شورا د نړیوالو اړیکو له کمېسیون سره یې پرې مشورې هم کړې دي.

د یادونې ده، چې افغان حکومت د مک کمېټې له راپور او د صلاح الدین رباني له استعفا وروسته په باندنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو لړۍ چټکه کړې ده.

حکومت وايي، ټول هغه کسان به بېرته په کور کېنوي چې وزارت ته له کمو زده کړو او واسطې سره د دپلوماتانو په توګه راغلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي