۰

د کابل او یو شمېر ولایتونو لارې د ورښتونو له امله بندې شوي دي

دوشنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۴
د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې واورو او بارانونو پیل کړی، چې له امله یې د کابل او یو شمېر ولایتونو تر منځ غځېدلې لارې د ترافیکو پر مخ بندې شوي دی.
د کابل او یو شمېر ولایتونو لارې د ورښتونو له امله بندې شوي دي
د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې واورو او بارانونو پیل کړی، چې له امله یې د کابل او یو شمېر ولایتونو تر منځ غځېدلې لارې د ترافیکو پر مخ بندې شوي دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې واوره او باران له تېرې پنشنبې راهیسې د هېواد په تر نمايي زیاتو ولایتونو کې پیل شوې دي.

د واورې ورښت د کابل – کندهار، کابل – شمالي، او دغه راز د مرکزي ولایتونو لویې لارې د ترافیکو پر مخ تړلې دي.

د ترانسپورت وزارت د معلوماتو له مخې، چې په زابل کې کابو پنځوس ساتني متره، په سالنګونو او مرکزي ولایتونو بامیانو او غور، دایکنډي او غزني په ځینو برخو کې تر نیم متر پورې واوره ورېدلې ده.

د ترانسپورټ وزارت ویاند علي سینا سائد جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې پر دغه لویو لارو د زیاتو وارو له امله د لویو موټر تګ راتګ منع کړی شوی دی.

د کابل – کندهار لار له تېرې ورځې راهیسې په زابل او غزني کې بند شوې ده او ترانسپورتي چارواکو په وینا، چې د دوی موټر له کندهاره تر کابله په ۲۴ ساعتونو کې رسېدلي دي.

د ترانسپورټ وزارت ویاند زیاتوي، وايي، دوی د سالنګونو لارې د پاکوالي لپاره ټیم لېږلی خو د سخت باد او توپان له کبله تر اوسه د لارې په خلاصېدو نه دي بریالي شوي.

هغه د کابل او کندهار لارې د خلاصون په اړه و ویل، چې هلته هم د واورې پاکولو ټیمو لېږل شوی او څو ساعته وروسته به دغه لار د ترافیکو پر مخ خلاصه شي.

دی وایي، مرکزي ولایتونو ته هم د واورې پاکولو ټیمونه لېږل شوي، خو هوا خرابه ده، خو کله چې هوا سمه شي لارې به خلاصې کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي