۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال تاجکستان ته تللې ده

دوشنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۰
د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مېرمن الیز ویلز تاجکستان ته تللې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال تاجکستان ته تللې ده
د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مېرمن الیز ویلز تاجکستان ته تللې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن ویلز نن دوشنبې د مرغومي ۱۶ مه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په یوه دوه ورځني سفر د تاجکستان پلازمنې دوشنبې ته رسېدلې.

نوموړي ویلي، چې له تاجکستاني چارواکو سره به پر امنیتي او اقتصادي مسایلو خبرې اترې وکړې.

هغې زیاته کړې، چې تاجکستان په سیمه کې د ثبات د پیاوړي کېدو او اقتصادي ودې په برخه کې د امریکا یو مهم شریک دی.

میرمن ویلز ویلي، چې تمه لري د تاجکستاني چارواکو سره په کتنو کې به پر مهمو مسلو د شوو پرمختګونو په اړه وغیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي وو، چې الیس ویلز به په دوشنبه کې د لوړ پوړو تاجکي چارواکو سره د سیمه ییزې امنیتي همکارۍ، د اقتصادي او انرژۍ د اتصال د پروژو د پراختیدو په برخه کې د همکارۍ او د دواړو هیوادونو د خلکو ترمنځ د اړیکو د ودې پر مسلو وغږیږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي