۰

خلیلزاد قطر ته رسېدلی او سبا به د سولې خبرې بیا پیل شي

یکشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۷
طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد قطر ته رسېدلی او له طالبانو سره د سولې خبرې به سبا پیل شي.
خلیلزاد قطر ته رسېدلی او سبا به د سولې خبرې بیا پیل شي
طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد قطر ته رسېدلی او له طالبانو سره د سولې خبرې به سبا پیل شي.

د طالبانو د واکمنۍ د مهال لوی څارنوال مولوي جلال الدین شنیواري نن یکشنبې د مرغومي ۱۵ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې زلمي خلیلزاد نن د قطر پلازمنې دوحې ته رسېدلی دی.

دا خبره په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم تایید کړې، چې خلیلزاد قطر ته رسېدلی خو دا چې د سولې خبرې به کله پیل شي څه یې نه دي ویلي.

خو مولوي جلال الدین شنیواری وايي، کېدای شي، د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې سبا دوشنبې پیل شي، ولې کره نه شي ویلي، چې کله به پیل شي.

تر دې وړاندې هم ځینو سرچینو ویلي، کېدای شي د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې د دوشنبې مرغومي په ۱۶ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې پیل شي.

بل خوا ښاغلي شینواري دا هم و ویل، چې د سولې تړون د لاسلیک مقدمات ټول چمتو شوي او روانه اونۍ کې به دغه د یو شمېر هېوادونو د استازو په شتون کې لاسلیک شي.

پرون د طالبانو یو بل پخواني غړي سیداکبر آغا هم جمهور خبري آژانس ته ویلي و، چې کېدای شي د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون په دې اوونۍ کې لاسلیک شي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف هم د دې پخلی کړی و، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تړون به د نوي میلادي کال د لومړۍ میاشتې په لومړیو ورځو کې لاسلیک شي.

کابلوف دا هم ویلي و، چې د روسيې په ګډون د ۲۰ هېوادونو استازي د دغه تړون د لاسلیک مراسمو ته ورغوښتل شوي، چې په ډېر ګمان په قطرکې به لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي