۰

کندهار کې موټر بم برید ۱۵ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده

یکشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۵
امنیتي چارواکي تاییدوي، چې په کندهار ولایت کې پر یوه امنیتي پوسته د طالبانو په موټر بم او ډلیز وسله وال برید کې ۱۵ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندهار کې موټر بم برید ۱۵ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده
امنیتي چارواکي تاییدوي، چې په کندهار ولایت کې پر یوه امنیتي پوسته د طالبانو په موټر بم او ډلیز وسله وال برید کې ۱۵ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي وایي، طالبانو نن یکشنبې د مرغومي ۱۵ مه د کندهار ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته برید کړی دی.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر جمهور خبري آژانس ته د پېښې د پخلي تر څنګ و ویل، چې طالبانو په خاکریز ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه پوسته لومړی د مازدا موټر په وسیله ځانمرګی موټر بم او وروسته ډلیز وسله وال برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په دغه برید کې ۹ پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

دی وایي، چې طالبان د افغان ځواکونو له سخت ځوابیه برید سره مخ شوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ونه ویل.

خو د والي ویاند احمد بهیر احمدي وایي، په دغه برید کې یو ځانمرګی او لس وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

احمدي وایي، موټر بم هدف ته له رسېدو وړاندې په راکټ ویشتل شوی او چاودنه یې کړې ده.

دی وایي، د هوايي او نورو ځواکونو په رسېدو سره طالبان پر شاه تمبول شوي دي.

د کندهار د والي ویاند په دغه برید کې د یوه پولیس د وژل کېدو او د یوه پولیس په ګډون د ۷ طالبانو د ټپي کېدو پخلی وکړ.

طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي