۰

ولسمشر د هوا د ککړتیا د مخنیوي دوه حکمونه صادر کړل

یکشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۶
ولسمشر غني د هواد د ککړتیا د مخینوي په خاطر دوه جلا جلا حکمونه صادر کړي دي.
ولسمشر د هوا د ککړتیا د مخنیوي دوه حکمونه صادر کړل
ولسمشر غني د هواد د ککړتیا د مخینوي په خاطر دوه جلا جلا حکمونه صادر کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشر په یوه حکم کې د مرکز ګرمۍ سیستم لرونکو کورونو، ښار ګوټو او دولتي ادارو کې د لوګي د تصفیه کوونکو الو د نصب او ګرمولو امر شوی او بل کې یې د انرژۍ د تولید په خاطر د ټایرونو، ربړ، او پلاستیک د نه سوځولو حکم کړی دی.

د ارګ خبرپاڼه وايي، د دغه حکمونو پر بنسټ د مرکز ګرمۍ سیستم لرونکې دولتي ادارې، د لوړپوړ ودانیو او ښارګوټو مالکان او متصرفین مکلف شوي، تر څو د لوګي تصفیه کوونکې الې (معیاري فلتر)، په خپلو اړوندو تاسیساتو کې نصب کړي.

دغه راز ولسمشر د چاپېریال ساتنې ملي اداره موظفه کړه، تر څو د کورنیو چارو وزارت، اړوندو ښاروالیو او اړوندو ادارو په همکارۍ د لوړپوړ ودانیو او ښارګوټو مالکانو نه د لوګي د فلترونو نصبولو لیکلی تعهد واخلي او د یادې الې د نصب او فعالیت دوامداره څارنه وکړي.

ولسمشر غني امر کړی چې همداراز دې اړوند ادارې سرغړونکي د هیواد د نافذه قوانینو د احکامو په مراعتولو سره تر عدلي تعقیب لاندې ونیسي.

ولسمشر همدا راز د تسخین (ګرمولو) او انرژۍ د تولید په خاطر د ټاېرونو، ربړ او پلاستیک د نه سوځولو په اړه په حکم کې د چاپېریال ساتنې ملي اداره مکلفه کړه چې د کورنیو چارو وزارت او اړوندو ښاروالیو په همکارۍ دې د دغې چارې مخه ونیسۍ او د سرغړوونکو لپاره دې جریمې وضع کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي