د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب په کابل کې د ایران له سفیر سره کتلي او په سیمه کې یې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې اترې ورسره کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي محب او ایراني سفیر بهادر امینیان پرون شنبې د مرغومي ۱۴ مه ماښام مهال شوې ده.
د ملي امنیت شورا وايي، ښاغلي محب د افغان کډوالو په برخه کې د ایران له مرستو او هغوی ته د ځای ورکولو له امله مننه وکړه.
ښاغلي محب په خپلو خبرو کې ویلي، چې د افغانستان دولت او خلک خپلو ګاونډیانو او متحدینو ته پوره ډاډ ورکوي، چې خاوره به یې د بل هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او تمه لري، چې ایران به هم په افغانستان کې خپل مثبت او رغوونکي رول ته دوام ورکړي.
نوموړي و ویل، د افغانستان دولت تمه لري، چې د ایران د اسلامي جمهوریت او امریکا تر منځ وروستۍ کړکېچ به د خبرو اترو له لارې حل شي.
په ورته وخت کې د ایران سفیر ویلي، چې هېواد یې د افغانستان له نېک نیست څخه ډاډ و او په دې اړه له افغانستان څخه مننه کوي.
د یادونې ده، چې له دې وړاندې ولسمشرۍ ماڼۍ هم د قاسم سلیماني وژل کېدو ته په غبرګون کې و ویل، تمه لري، چې ایران او امریکا له زغم څخه کار واخلي او د تاوتریخوالي د زیاتېدو د مخنیوي لپاره اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل