۰
دانش:

قاسم سلیماني د داعش ضد مبارزه کې د سیمې په کچه یوه وتلې څیره وه

شنبی ۱۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۶
د ولسمشرۍ ماڼۍ دوهم مرستیال سروردانش د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګې وژل شویو قوماندان جنرال قاسم سلیماني د داعش ضد مبارزه کې د سیمې په کچه یوه وتلې څېره وبلله.
قاسم سلیماني د داعش ضد مبارزه کې د سیمې په کچه یوه وتلې څیره وه
د ولسمشرۍ ماڼۍ دوهم مرستیال سروردانش د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګې وژل شویو قوماندان جنرال قاسم سلیماني د داعش ضد مبارزه کې د سیمې په کچه یوه وتلې څېره وبلله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش چې نن شنبې د مرغومي ۱۴ مه د اساسي قانون د تصویب ۱۶ مې کلیزې غونډې ته وینا کوله و ویل، چې  د ایران د جمهوري اسلامي د یو مشهوره قوماندان سردار قاسم سلیماني وژل کېدل، زموږ په سیمه کې په ځانګړي ډول په منځني ختیځ کې سیاسي او امنیتي وضعیت پيچلی او کړکېچن کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې امریکا د افغانستان ستراتېژیک متحد دی او ایران هم د یوه لوی ګاونډي هېواد په توګه له افغانانو سره تاریخي او دوستانه اړیکې لري.

د ولسمشر دوهم مرسیتال تمه وښوده، چې د سیمې تحولات به پر افغانستان منفي اغېز ونه لري او د افغانستان د سولې بهیر به هم اغېزمن نه کړي.

خو په ورته وخت کې یې خبرداری ورکړ، چې هېچا ته به اجازه ور نه کړل شي، چې له افغانستان څخه د نیابتي جګړو د ډګر په توګه کار واخلي.

ده و ویل، چې له نړیوالو قواعدو څخه بهر د تاوتریخوالي هر ډول چلند، وضعیت لا پسې کړکېچن کوي، نو ځکه له تولو خواو څخه غوښتنه لري، چې له زغم څخه کار واخلي.

د یادونې ده، چې د ایران د سپاه پاسداران قدس څانګې مشر سردار قاسم سلیماني پرون جمعه د عراق پلازمېنه بغداد کې هوايي ډګر ته څېرمه د امریکا په یوه هوايي برید کې له ۹ نورو لوړ پوړو قوماندانانو سره و وژل شو.

د سلیماني وژل کېدو په سیمه ییزه او نړیواله کچه غبرګونونه راپارولي او یو شمېر هېوادونو د هغه وژل کېدل غندلي دي.

تر دې پېښې وروسته ایران له امریکا څخه د غچ اخیستلو خبرداری ورکړ او په بغداد کې د امریکا سفارت له امریکايي اتباعو څخه غوښتي چې له عراق څخه ووځي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره په ټیلیفوني خبرو کې، په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو په احتمال اندېښنه وښودله.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي هیله لري چې ایران او امریکا د تاوتریخوالي د زیاتیدو مخنیوی وکړي او اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي