۰

ټرمپ د پاکستاني پوځیانو د روزنې پروګرام د بیا پیل امر کړی دی

شنبی ۱۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۳
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستاني پوځیانو د روزنې د پروګرام د بیا پیلولو امر ورکړی دی.
ټرمپ د پاکستاني پوځیانو د روزنې پروګرام د بیا پیل امر کړی دی
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستاني پوځیانو د روزنې د پروګرام د بیا پیلولو امر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکا په ۲۰۱۸ کال کې د پاکستاني پوځیانو د روزنې پروګرام له ترهګرۍ سره د پاکستان د همکاریو کولو له امله ځندولی و.

اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال آلیس ویلز په یوه ټوټېټ کې یلي، ټرمپ د دغه پروګرام د بیا پیل امر کړی دي.

خو وايي، د پاکستاني پوځیانو د روزنیز پروګرام بیا پیلېدل په دې معنا نه دي چې ګواکې امریکا پر پاکستان بندې کړې نظامي مرستې بیرته پیلوي، بلکې په هغې اړه بندیز به دوام وکړي.

د یادونې ده، چې امریکا له یوه کال راهیسې پر پاکستان خپلي نظامي مرستې درولې دي.

ټرمپ په وار وار ویلي، چې امریکا پاکستان ته په میلیاردونو ډالر له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ورکړې، خو دغه هېواد د ترهګرو پر ملاتړ لګولې دي.

امریکا وايي، پاکستان ته به د کابو دوه میلیارد ډالرو نظامي مرستې هغه مهال بېرته پیل کړي، چې دغه هېواد د ترهګرو پر ضد عملي اقدامات وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي