۰

۲۰ افغان پوځیانې هند کې له نظامي زده کړو فارغې شوې

پنجشنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۲
۲۰ افغان پوځیانې هند کې له نظامي زده کړو فارغې شوې
هندي رسنۍ وايي، د هند د ملي نظامي اکاډمۍ څخه د افغانستان د ملي ځواکونو ۲۰ تنه ښځينه پوځیانې له لنډ مهاله زده کړو فارغې شوې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه افغان پوځیانو ته د هند په چنايي کې د یوې میاشتې زده کړیز کورس جوړ شوی و.

د ټایمز آف انډیا ورځپاڼه لیکلي، د دغو ښځینه سرتېرو روزنه د هند په ملي نظامي اکاډمۍ کې د قوس په ۳مه پیل شوې وه.

سرچینه زیاتوي، چې دغه پوځیانو ته د بدني روزنې تر څنګ، د وسلو کارونه، تاکتیکونه، رهبري، معلوماتي ټکنالوژي، د بشري منابعو مدیریت او انګلیسي ور زده کړای شوه.

د یادونې ده، چې افغان ځواکونه له دریو پرله پسې کالونو راهیسې د هند په ملي نظامي اکاډمۍ کې روزنه ترلاسه کوي چې تېر کال هم ترې ۱۹ افغانې مېرمنې فارغې شوې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي