وسله وال طالبان د اوربند په اړه خپرو شوو رپوټونو ته په غبرګون کې وايي، دغه ډله د اوربند په اړه کوم تصمیم نه لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طالب مشرتابه د اوربند په اړه نه، بلکې یوازې د عملیاتو کمېدو په اړه سلا مشورې کوي.
مجاهد په دغه اعلامیه کې ویلي، امریکايي لوري له دوی څخه یوازې د عملیاتو کمېدو غوښتنه کړې وه، چې په همدې هدف د طالب مشرانو ترمنځ مشورې روانې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې طالب مشران تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړې ته نه دي رسیدلي.
هغه همدارنګه ویلي، چې په دې اړه د طالبانو مشرانو ترمنځ د اختلافاتو په اړه خپاره شوي راپورونه حقیقت نه لري.
د طالبانو په بیان کې راغلي«واقعیت دادی چې اسلامي امارت د اوربند کوم تصمیم نه لري، امریکانو د جګړې د هجم او عملیاتو د کمښت غوښتنه کړې ده، چې د اسلامي امارت په جهت کې پر همدې مشخصه مسله مشورې روانې دي.»
روانه اونۍ پاکستان ته د طالبانو د قطر سیاسي دفتر د درې کسیز پلاوي د سفر په اړه راپورونه خپاره شول، چې له طالب مشرانو سره د زلمي خلیلزاد د لس ورځني اوربند ټینګېدو د غوښتنې په اړه سلا مشورې وکړي.
اسوشیټيډ پرس اژانس تېره ورځ د ځينو طالب سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې طالبانو پر موقت اوربند موافقه کړې او په دې اړه یې د طالبانو د رهبري شورا له غړو سره یوه اونۍ مشورې وکړې.
جمهورخبري آژانس:کابل