۰
نۍ:

روان میلادي کال ۱۰ خبریالان وژل شوي او د تښتونې پېښې یې زیاتې شوې دي

یکشنبه ۸ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۱
روان میلادي کال ۱۰ خبریالان وژل شوي او د تښتونې پېښې یې زیاتې شوې دي
د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی تازه څېړنې ښيي، چې روان میلادي کال په افغانستان کې کابو لس خبریالان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نۍ معلومات دا هم ښيي، چې په همدې کال کې د خبریالانو د تښتونې پېښې هم د پام وړ زیاتې شوې دي.

د نۍ اجرائیوي رییس مجیب خلوتګر وايي، که څه هم روان کال د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ۵۰ سلنه کمې شوې، خو د تښتونو پېښو کې یې ۹۲ سلنه زیاتې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې تېر کال کابو ۲۰ خبریالان وژل شوي و خو سږ کال دغه شمېر لس تنه دی، چې دا د خبریالانو پر وړاندې په تاوتریخوالي کې ۵۰ سلنه کموالی ښيي.

دی وايي، روان کال ۲۱ تنه خبریالان ټپیان شوي، ۱۰ تنه نیول شوي، ۱۰ تنه وهل ډبول شوي، دوه ځلې په غیر قانوني توګه احضار شوي، درې ځلې په رسنیو بریدونه شوي ۵۱ ځله ګواښ او سپکاوی ورته شوی او ۸ ځلې د خبریالانو د تښتونې پېښې له نی سره ثبت شوې دي.

خلوتګر وايي، د نی موندۍ ښيي، چې سږ کال د خبریالانو د ټپي کېدو پېښې پنځه سلنه وې او د هغوی نیونه د تېر کال په پرتله ۶۰ سلنه زیاته شوې ده.

د هغه په وینا سږ کال د خبریالانو د تښتونې په پېښو کې د تېر کال په پرتله ۹۲ سلنه زیاتوالی راغلی خو په ټول کې یې په وړاندې تاوتریخوالی ۴۰ سلنه کم شوی دی.

ده د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمېدو لامل د امنیتي فاصلو رعایت، د ترهګریزه بریدونو کموالی او جګړې لیکو ته د خبریالانو نه تګ په کوته کړ.

نوموړي له حکومت څخه وغوښتل، چې د هغه خبریالانو، چې د وژل کېدو لامل یې طالبان دي، دوسیې نړیوالې محکمې ته وړاندې کړي او هغه چې عامل یې حکومت دی باید تر جدي څېړنې لاندې ونیسي.

د ویاندویانو له لپاره د مقرې او لایحو جوړول، د جګړې په لیکو کې د خبریالانو لپاره د یوه محافظتي ډلې جوړول، له رسنیو سره د اقتصادي مرستو لپاره د نړیوالو بنسټونو هڅول، د رسنیو لپاره د یو ډول بودجې توزیع هغه نورې غوښتنې وې، چې د نۍ اجرائیوي مشر له حکومت څخه وکړې.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي