۰

هلمند کې د طالبانو د غلچکي بریدونو مسوول نیول شوی دی

یکشنبه ۸ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۴
کورنیو چارو وزارت د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د غلچکي بریدونو د مسوول د نیولو خبر ورکړی دی.
هلمند کې د طالبانو د غلچکي بریدونو مسوول نیول شوی دی
کورنیو چارو وزارت د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د غلچکي بریدونو د مسوول د نیولو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن یکشنبې د مرغومي ۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو دغه کلیدي غړی پرون د یو لړ عملیاتو پر مهال نیول شوی دی.

سرچینه زیاتوي، ځانګړو پولیس ځواکونو د ناوې ولسوالۍ د تریخ ناور په سیمه کې عملیات وکړل، چې پر مهال یې د طالبانو د چریکي بریدونو مسوول حاجي رییس ونیوه.

خبرپاڼه وایي، حاجي رییس په ناوې ولسوالۍ کې د طالبانو د چریکي بریدونو مسوول و، چې په ګڼو امنیتي پوستو یې په چریکي بریدونو کې لاس درلود.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل خوا وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي، چې ځانګړو افغان ځواکونو په غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو دوه پټنځایونه او ګڼ شمېر وسلې او مهمات له منځه وړي دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي