۰

تخار: د طالبانو په برید کې ۱۷ سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي

یکشنبه ۸ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۹
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې وسله والو طالبانو تخار ولایت کې د سیمه ییزه پاڅونوالو په یوه مرکز باندې برید ګړی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
تخار: د طالبانو په برید کې ۱۷ سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې وسله والو طالبانو تخار ولایت کې د سیمه ییزه پاڅونوالو په یوه مرکز باندې برید ګړی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د تخار د والي ویاند جواد هجري نن یکشنبې د مرغومي ۸ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې طالبانو تېره شپه د یاد ولایت د خواجه بهاوالدین په سیمه کې د سیمه ییزه پاڅونوالو د یوه قوماندان ملک تاتار په قرارګاه باندې برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په دغه برید کې ۱۷ سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي او څلورو نور ټپیان شوي دي، خو ملک تاتار له بریده روغ وتلی دی.
د والي ویاند وایي، نن سهار وختي د جګړې ځای ته پولیس رسېدلي او دا مهال ضعیت عادي دی.

په ورته وخت په ولسي جرګه کې د تخار استازی هم وايي، طالبانو د ملک تاتار په مرکز برید کړی، چې له امله یې ۱۷ پاڅونوال وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دی.

نوموړي ادعا کړې، چې د دغه مرکز په یو کیلو مترۍ کې د ملي اردو یو کنډک هم پروت دی، خو په دغه شپږ ساعته جګړه کې د سیمه ییزه پاڅونوالو مرستې ته نه دي ورغلي.

خو د تخار د والي ویاند وايي، دی په دې اړه څه نه شي ویلی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پرون په هلمند ولایت کې هم د افغان پوځ په یوه پوسته چاودنه کړې، چې له امله یې ۱۰ سرتېري وژل شوي و.

جمهورخبري آژانس:تخار
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي