۰
عبدالله:

نور باید د جګړې د پای ته رسېدو لپاره فرصتونه له لاسه ور نه کړو

شنبی ۷ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۰
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د افغانستان له حکومت سره د خبرو پرته به د سولې هر ډول مذاکرات هېڅ ځای ته ونه رسېږي.
نور باید د جګړې د پای ته رسېدو لپاره فرصتونه له لاسه ور نه کړو
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د افغانستان له حکومت سره د خبرو پرته به د سولې هر ډول مذاکرات هېڅ ځای ته ونه رسېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله چې پرون جمعه د مرغومي ۶ مه کابل کې یوې غونډې ته خبرې کولې و ویل، چې د سولې په برخه کې کوم فرصت چې رامنځ ته کېږي باید ګټه ترې واخستل شي.

نوموړي په طالبانو غږ وکړ، چې جګړه مو هدف ته نه شي رسولی او د حل اساسي لار خبرې اترې دي، چې باید له افغان حکومت سره وشي.

دی وايي، چې د جګړو د دوام له امله ګڼل فرصتونه له لاسه وتلي دي او نور باید دغه فرصتونه له لاسه ونه وځي، بلکې له دې وروسته د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره هر فرصت چې لاسته راځي باید ترې پوره ګټه واخیستل شي.

ښاعلي عبدالله و ویل«طالبان د جګړې له لارې نه شي بریالي کېدای. که کومه خبره یا نظر او یا هم له افغانانو سره د امن په فضا کې د ژوند هیله لري، لاره یې د خلکو له استازو سره خبرې دي. خو که چېرې دا ردېږي چې په مذاکراتو کې دې د حکومت استازی نه وي او له حکومت سره خبرې نه کېږي، دا خبرې به هېڅ ځای ونه نیسي.»

د افغان حکومت اجرائیه رییس د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا طالبانو ته په خطاب کې و ویل، چې د سولې لار بین الافغان مذاکرات دي او نور باید روانې جګړې ته له سوله ییزو لارو د پای ټکی کېښودل شي.

عبدالله دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ویل کېږي د راتلونکي میلادي کال د لومړۍ میاشتې په لومړیو کې ښايي د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي.

ویل کېږي د دغه تړون د لاسلیک مراسمو ته د ۲۰ هېوادونو استازي هم بلل شوي او تړون ښایي په قطر او یا کوم بل هېواد کې لاسلیک شي.

ځینې راپورنه دا هم ویلي، چې د تړون له لاسلیک سره به هممهاله اوربند وشي او وروسته به بین الافغاني خبرې پیل شي.

راپورونه وایي، طالب مشرانو له لنډ مهالي اوربند سره موافقه کړې، خو قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د دوی پلاوی لا هم له مشرتابه سره د سولې د تړون پر لاسلیک او د سیمه ییزه ماحول رامنځ ته کېدو په اړه په سلا مشورو بوخت دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي